په بامیان کې یو لرغونی کاروان سرای چې ۵۰۰ کاله تاریخي مخینه لري بیارغول کېږي. د دغه تاریخي ځای پر بیارغونې ۳ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت راځي او د یوه نړۍوال بنسټ له لوري ورکول کېږي. دغه ۴۵۰ متره مربع کاروانسرای له ننه ۵۰۰ کاله وړاندې د بامیان ښار سویلي دروازه کې د مسافرو دمه ځای او سوداګریزو توکو بارولو په موخه جوړ شوی. خو د ډېرو کلونو په تېرېدو ددغه لرغوني ځای ډېری برخې ویجاړې او یاهم له منځه تللې دي. د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي ددغه تاریخي ځای د بیاجوړولو چارې د ۳ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو نړیوال بنسټ له لوري پيل شوې او تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به بشپړې شي. د هغه په خبره دا لرغونی ځای به د ګرځندوی پر یو مرکز بدل شي.
































