د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې پرون له ایران او پاکستان څخه درې زره او ۱۵۰ افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي. دغه وزارت زیاته کړې؛ دوه زره او ۵۳۲ تنه د اسلام کلا او ۶۱۸ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي. د یاد وزارت په وینا؛ له یو شمېر راستنو شویو سره نغدي مرستې شوې او ځینې بیا د اړینو مرستو ترلاسه کولو په موخه مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
































