په امریکا کې د کرونا ویروس ترڅنګ بل روغتیايي بحران هم رامنځ ته شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په امریکا کې د تېر په پرتله د کرونا ویروس له پراختیا سره همهاله عصبي او رواني ناروغۍ هم اوج ته رسېدلې دي. د سرچینې په خبره د درملو او نشه يي توکو کارونه هم ډېره شوې ده او دې مسئلې جدي اندېښنې پارولې دي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې ددې تر څنګ کورنی تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی او هره ورځ خلک د اندېښنو او وېرو له امله له ډول ډول رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان وي چې د روغتیایي کارکوونکو کار یې ډېر کړی دی. دغه سازمان له امریکایي حکومت غوښتي چې د خپل ولس د ژغورنې لپاره دې عاجل ګامونه اوچت کړي او ددوی سپارښتنو ته دې پاملرنه وکړي.
































