د هند د اوسني لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د بهاراتیا جنتا ټلواله د پارلمان له ټولو ۵۴۳ څوکیو څخه چې تر اوسه یې د ۱۵۵ څوکیو لپاره رایې شمېرل شوې د پارلمان ډېرې څوکۍ یې ګټلې دي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د ۶۲ څوکیو لپاره په رای شمېرنه کې د هند د کانګرس ملي ګوند مخکښ دی. د ټاکنو کمېسیون د ګجرات ایالت د رایو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د بهارتیا جاناتا ټلواله یو ځلې بیا په خپل پخواني دریځ ولاړه او بریالۍ ده. تمه کېږي، چې تر نن ماښامه د هند د ټاکنو وروستۍ پایلې په ډاګه شي. د رای شمېرنې له پیل سره هممهاله، د هند د سهامو ارزښت په بازارونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
































