په چمن کې پرلت کوونکي وايي، د پاکستان حکومت پرې د برید اراده لري. دغه پرلت کوونکي زیاتوي، د پاکستان پوځ غواړي چې د عدالت غوښتنې غږ غلی کړي. دوی خبرداری ورکوي چې په هیڅ ډول به د عدالت غوښتنې له دغه خوځښته لاس پر سر نه شي. دغه پرلت شاوخوا اته میاشتې مخکې، هغه مهال په چمن کې پیل شو چې پر سپین بولدک د اوښتلو لپاره د ویزې او پاسپورټ درلودل د پاکستان له لوري لازمي شول.
































