د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې پرون له ایران او پاکستان څخه درې زره او ۷۶ افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي. دغه وزارت زیاته کړې؛ دوه زره او ۴۷۷ تنه د اسلام کلا له لارې له ایران څخه او ۵۹۹ تنه د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي. د یاد وزارت په وینا؛ له یو شمېر راستنو شویو سره نغدي مرستې شوې او ځینې بیا د اړینو مرستو ترلاسه کولو په موخه مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
































