د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وایي، چې په ۱۵ ولایتونو کې سبا د ه باران، تالندې، برېښنا، دوړو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی. دغې ادارې په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۵ ملي مترو پورې وي.
































