د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپل ماموریت د ارزولو په موخه غونډه رابللې ده. ویل کېږي، چې دغه غونډه به په روانې جون میاشتې کې جوړه شي. امنیت شورا ویلي، چې په افغانستان کې به د یوناما مشره رزا اوتونبایوا او د مدني ټولنې یو فعال دغې غونډې ته وینا واوروي. امنیت شورا د دغې غونډې د کره نېټې په اړه جزیات نه دي ورکړي.
































