د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، د دغه هېواد په هکله د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته په تهران کې څلور ورځې وروسته جوړېږي. د ایران ایسنا خبري اژانس نن د ضمیر کابلوف له قوله ویلي، چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او ایران استازي ګډون وکړي. د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر سپټمبر پر ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم پکې برخه درلوده. په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.
































