د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړیوال انستیتوت څخه د خوند په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړی. په یاد انسټیټوټ کې د افغانستان په استازیتوب د هراتي زعفران شرکت زعفرانو څخه لابراتواري ازموینه اخیستل شوې وه. د بلجیم د ذایقې نړیوال انستیتوت کې هر کال د ټولو هېوادونو زعفران ارزول کېږي، چې سږ کال یو ځل بیا د افغانستان زعفران تر ټولو غوره بلل شوي دي. زعفران د افغانستان له ارزښتناکو صنعتي بوټو څخه دی، چې د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۲۶ ولایتونو اته زره او ۳۰۴ هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۳.۲۴۹ مټریک ټنه زعفران راټول شوي دي، چې له دې ډلې ۲۲.۲۴۰ مټریک ټنه یې د هرات ولایت څخه راټول شوي وو.
































