سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نړۍ اوو سترو اقتصادي هیوادونو مشرانو په غزه کې د اوربند په اړه د جو بایډن د طرحې سره ملاتړ څرګند کړی. د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې دا طرحه به د اسراییلو ته د ګټو او په غزې کې د ملکیانو د خوندیتوب ډاډ ورکړي. د جي – هیوادونو مشرانو په دې اعلامیې کې همدارنګه د حماس څخه هم غوښتي چې د ولسمشر جو بایډن طرح ومني او د ټولو هغو هېوادونو څخه هم چې په حماس نفوذ لري غوښتي چې دا ډله وهڅوي تر څو دا طرح ومني. بایډن، چې په پیل کې یې پر غزې باندې د اسراییلو له برید څخه ملاتړ کاوه خو اوس په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبله غندنه کوي.
































