د راپورونو له مخې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون ژمنه کړې، چې د دې هېواد پوځ به د روسیې د تاسیساتو د کمزوري کولو لپاره د اوږدو واټن ویشتونکو توغندیو حملو ته دوام ورکړي. زیلینسکي په خپله ویډیويي وینا کې په جګړه کې د لیرې واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو د کارولو له کبله د اوکرایني ځواکونو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په روانه جګړه کې دا ثابته شوې چې په خاص ډول بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه ښه نتیجه ورکوي. زیلینسکي دغه راز یادونه کړې، چې د بې پیلوټه الوتکو کارول باید دوام وکړي او ژمنه یې وکړه چې د دې وسلې تولید به لا زیات شي.
































