د عدلیې وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په کابل کې له ۵۵زره جریبه زیاته غصب شوې ځمکه بېرته تر لاسه کړې ده. د مسوولینو په خبره د دغو ځمکو ډېره برخه د کابل ښار په ملاتره خېل ښارګوټي، نادرخان غونډۍ او ده کیپک تپه کې وه. د خبر پاڼې له مخې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون په کابل کې د ښارګوټو د ارزولو په حال کې دی او غصب شوې ځمکې تر پېژندلو وروسته بېرته راګرځوي . په خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د میرویس، سید جمال الدین او ځاځي ښارګوټو د هستوګنې ځمکې تثبیت شوې او مالکان یې کولای شي د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي.
































