د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. په راپور کې ویل شوي، چې هره میاشت څه باندې ۶۰ ماشومان د ناچاودو توکو له امله مړه او معلول کیږي. څه باندې ۳ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم دي له خوارځواکۍ سره مخ دي او ۱۹ سلنه ماشومان درانه کارونه کوي. په یاد راپور کې په افغانستان کې د هغو نجونو شمېر هم ۴۰ سلنه یاد شوی، چې له ۱۸ کلونو په کم عمر کې واده شوې دي.
































