د راپورونو له مخې د هند لومړی وزیر او د هندو ملتپال بهارتیا جنتا ګوند مشر نریندرا مودي د دغه هېواد په پارلمان کې د ډېرو څوکیو په تر لاسه کولو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان شو. د هند د ټاکنو پایلې پرون سېشنبه د جون پر ۴مه د شپې ناوخته اعلان شوې چې د مودي په مشرۍ ملي ډیموکراټیک اتحاد وکړای شول د دغه هېواد په پارلمان کې له ۵۴۳ څوکیو څخه ۲۹۳ څوکۍ وګټي. رویټرز راپور ورکړی چې مودي اوس د هند د نوي حکومت د جوړونې لپاره له خپلو متحدینو سره خبرې کوي. ده په هند کې د ټولټاکنو د پایلو له اعلان وروسته خپلو پلویانو ته ژمنه ورکړې چې د صدراعظمۍ په خپله نوې دوره کې به ډېر زیات کار وکړي.
































