اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی، چې د ناروې، ایرلنډ او اسپانیا وروسته سلوانیا هم فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی دی. د مالوماتو له مخې د سلوانیا د پارلمان استازو دا موضوع په ۵۲ منلو او هېڅ مخالفو رایو تصویب کړې ده. بل خوا د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرې تانیا فاجون په اېکسپاڼه لیکلي چې ګران ولسه، د سلوانیا د نن ورځې وروستۍ پرېکړه د سولې او هیلې پیغام دی. نوموړې زیاته کړې چې هېواد به یې د فلسطینیانو او اسرائیل د امنیت لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي. د یادولو وړ ده چې د سلوانیا پارلمان ۹۰ غړي لري او د پارلمان پاتې غړي د رایې ورکولو پرمهال حاضر نه وو.
































