په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بين د جون په ۴مې نېټې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د ايندې په نوم له سرمشريزې څخه د ګټې په اخیستو دې د بېوزلۍ کمولو، بنسټيزو تاسيساتو او پرمختيايي پانګونې په شمول ځينو مسئلو ته لا مهم ځای ورکړي او تر ۲۰۳۰م کال پورې د پرمختيايي اجنډا د ژر پلي کولو لپاره دې خوځنده ځواک برابر کړي.
د چين مرستيال دايمي استازي دای بين په همدې ورځ يوې اړوندې غونډې ته وينا کړې او تمه يې ښودلې، چې مختلفې خواوې لاسونه يو او د دوامدار پرمختګ موخې ته د رسېدو لپاره ګامونه چټک کړي او د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي.































