که جوبایډن د امریکا واک ته رسېږي نو د واک په لومړیو ورځو کې ایله د ټرمپ ورانۍ سمې کړي. یوې امریکایي رسنۍ د جوبایډن لپاره د لومړنیو ورځو کاري پلان وړاندې کړی دی. په دغه پلان کې راغلي دي چې په لومړیو ورځو کې به بایډن له کرونا سره د مبارزې لپاره تګلاره وړاندې کوي، له مکسیکو سره ددېوال په اړه به خپل دریځ اعلانوي، اقتصادي پلان به وړاندې کوي، د امریکا په دفاع وزارت کې د رامنځ ته شوو ګډوډیو په اړه به اقدام کوي، د ایران مسئله به ورته لومړیتوب ولري، له چین سره به د اړیکو ښه کولو لپاره کوښښ وکړي، له اروپایي هېوادونو سره به اړیکې ښې کړي، د ناټو له غړو سره به وګوري، خپل نظامي چارواکي به راغواړي او د امریکا د ناپایه جګړو د پای ته رسولو پر سر به ورسره خبرې کوي. دغه رسنۍ وايي د بایډن لومړنۍ کاري میاشتې او ورځې به له سختو سرخوږیو ډکې وي ځکه ایله د ټرمپ خرابۍ جوړې کړي او امریکا ته یې بېرته حیثیت ور وګرځوي.
































