د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په ۳ ولسوالیو کې د شېدو راټولولو ۴ مرکزونه جوړ شوي دي. د مسوولینو په خبره یاد مرکزونه د کرنې ریاست په همغږۍ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د یاد ولایت په ډنډ، پنجوايي او سپين بولدک ولسوالیو کې جوړشوي دي. د مالوماتو له مخې دغه مرکزونه په یو وخت کې له سلو کورنیو څخه د شېدو راټولولو ظرفیت لري. د یادونې وړ ده، چې دغو مرکزونو ته د یادې کمېټې له لوري د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت ۲۵ قلمه د شېدو راتولولو وسایل هم ورکړل شوي دي.
































