امریکا او عربستان د ای ایس ای په همکارۍ په افغانستان کې د اوږدو جګړو د رامنځ ته کولو پلان لري. ایراني رسنۍ ایسنا په یوه مطلب کې د سیمه ییزو چارو د شنونکو له خولې وایي ددې هڅې روانې دي چې طالبان او افغان حکومت پخپلو کې سوله وکړي خو حقاني شبکه چې له ای ایس ای سره نږدې اړیکې لري له داعش ډلې سره یو ځای شي. ددغه رسنۍ په باور په دې برخه کې امریکا، عربستان او د پاکستان استخباراتي اداره کار کوي. سرچینه کاږي امریکا غواړي چې دغه ډلې په ننګرهار کې ځای پر ځای شي او له هغه ځایه د چین سینګیانګ، ایران، روسیې او هند پولو ته ګواښونه جوړ کړي. ایراني رسنۍ وایي چې امریکا په دې توګه په سیمه کې د اوږدو جګړو پلانونه لري او باید پر وړاندې یې اقدام وشي.
































