د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو یوشمېر تاریخي اثار او لرغونې سیمې په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړې کړې دي. د مالوماتو له مخې د دغه ولایت په دهنه غوري، ډنډي غوري، بُرکې، جلګې، نهرين، خوست او ګذرګاه نور ولسواليو کې تاريخي اثار او لرغونې سیمې زیانمنې او په بشپړه توګه ویجاړې کړې. د بغلان یوشمېر اوسېدونکي وایي، لرغوني او تاریخي اثار د هېواد د لرغوني تاریخ او فرهنګ ښکارندویي کوي او له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د تاریخي ابداتو او اثارو ساتنه وکړي. بغلان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لهخوا ١٢٦ تاريخي سیمې ثبت شوي چې ٩٠سلنه يې ساتنې او بيارغونې ته اړتيا لري.
































