د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پرون په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ونمانځله. د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست عزیزالرحمان دوامداره وچکالي، د سېلابونو راوتل او د چاپېریال ککړتیا د اقلیمي بدلونونو مهم لاملونه بولي او وايي، د اقلیم په بدلون سره هېواد کې ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي. د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، د چاپېریال ساتنې قانون بیاکتنه، د چاپېریال ساتنې پالیسیو تدوین، د پنځهکلن سټراټېژیک پلان جوړول، د هوا درجې کمولو پروګرام جوړول او د چاپېریال ساتنې برخه کې د پروګرامونو پلي کول د دې ادارې لاستهراوړنې دي. په ورته وخت کې سرپرست حکومت اداري مرستیال له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د اقلیمي بدلون په مهمو غونډو کې چې نورو هېوادونو کې جوړېږي، سرپرست حکومت ته هم بلنه ورکړي او هېوادونه باید له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
































