ملي پراختیايي شرکت د قوش تېپې کانال د دویم فاز د جوړولو کار له ۳۰ سلنې پرمختګ خبر ورکوي. د یاد کانال مسوول وايي، د دې کانال د سر بند د جوړولو چارې ۵۰ سلنې پرمخ تللې دي. بلخوا، ځيني کارپوهان هم د قوش تېپې د اوبو د کانال جوړونې پروژه د افغانستان د بيارغونې يوه له سترو پروژو بولي او وايي چې که دا پروژه پلې شي، د هېواد په شمال کې به ډېرې ځمکې خړوبه شي. د ملي پراختیا د شرکت د معلوماتو له مخې، د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کیندنو د چارو لپاره چې په پام کې ده، د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شي، ۲۰ میلیارده افغانۍ لګښت اټکل شوی دی.
































