لویه څارنوالي وایي د ولسمشر د یوه سلاکار او په واشنګټن کې د افغان سفیرې د فساد په تړاو کومه دوسیه دوی ته نه ده رسېدلې. په لویه څارنوالۍ کې یوې سرچینې ویلي، د افغان سفیرې رویا رحماني او د ولسمشر د یوه سلاکار شاد محمد څرګند په اړه دوی ته داسې کومه دوسیه نه ده رسېدلې چې له مخې یې په فساد تورن وي. پر یادو چارواکو تور دی چې په واشنګټن کې یې د افغان سفارت لپاره د یوه دیوال په جوړولو کې فساد کړی دی. ویل کېږي چې پر دغه شل متره دیوال د یادو کسانو له لوري څه باندې ۱،۸ میلیونه ډالر لګول شوي دي. هغه مهال چې په دې اړه راپورونه خپاره شول، بهرنیو چارو وزارت وویل چې ددغه کسانو په اړه به پلټنه کوي او دوسیه به یې لویې څارنوالۍ ته سپاري خو لویه څارنوالي وایي تر اوسه ورته کومه دوسیه نه ده رسېدلې. سرچینه وایي دغه دوه کسان په حکومت کې له قوي ملاتړ برخمن دي نو ځکه ددې احتمال نشته چې په اړه یې پلټنې وشي.
































