په میدان وردګو ولایت کې د قره قل اوبو بند د جوړولو چارې پيل شوې. د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، چې د اوبو دا ذخیروي بند، چې ټول مالي لګښت یې ۷،۳ میلیونه افغانۍ دی، د میدان وردګو بهسود ولسوالۍ مرکز کې جوړیږي. د سرچېنې د مالوماتو له مخې دا بند د ۷ متره لوړوالي او ۸۴ مترو په اوږدوالي سره کولی شي ۷۰ زره متر مکعب اوبه ذخېره کړي. د مسوولینو په خبره د قره قل بند په جوړېدو سره به د بهسودو ولسوالۍ اوبه مدیریت شي، کرنیزو ځمکو د خړوب سربېره به د ځمکې لاندې اوبه تقویه او د باراني اوبو د زېرمه کولو لپاره به ګټور تمام شي.
































