نن د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د دولسم ټولګي له فارغ شویو زدهکوونکو څخه د روان ۱۴۰۳کال د کانکور ازموینې بهیر پیل شو. د ازموینو ملي ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د یادې ادارې سرپرست هرات ته تللی او هلته یې په رسمي توګه د کانکور ازموینې بهیر پیل مراسمو کې ګډون کړی دی. د یادو ۱۶ ولایتونو د کانکور ازموینې لپاره زدهکوونکو د غبرګولي ۱۵مه او ۱۶مه د بایومټریک بهیر بشپړ او نن، سبا او بله ورځ به یې د کانکور ازموینه واخیستل شي. میدانوردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان هغه ولایتونه دي چې د نن سربېره به راتلونکو دوو ورځو کې د کانکور ازموینه پهکې واخیستل شي.
































