د هلمند ولایتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خانشین او دېشو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو شبکې او د تصفیې ماشینونه فعال شوې دي. د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض وايي چې د یادو شبکو او تصفیې ماشینونو پر فعالېدو درې میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. د نوموړي په وینا، د دغه ولایت خانشین او دېشو ولسوالیو اوسېدونکو له کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي برخه کې ستونزو سره مخ وو چې د دې شبکو پر جوړېدو سره به یې ستونزې هوارې شي. ریاض همداراز زیاتوي چې لاهم په دې هڅه کې دي، څو پر دېشو او خانشین سربېره، نورو ولسوالیو کې هم پاکو اوبو ته لاسرسي برخه کې ورته پروژې پلې کړي.
































