د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا او بله ورځ د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، بامیان، ډایکنډي، غزني، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست هغه ولایتونه یاد شوي چې په یاده موده کې به له ۱۵ تر ۴۰ ملي مټره باران شاهد وي. خبرپاڼه کې په سویلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو را الوتو اټکل هم شوی دی.
































