د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې پرون له پاکستان او ایرانه په جبري توګه او خپله خوښه نږدې دوه نیم زره افغان کډوال راستانه شول چې په کې ۳۷ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پرون له ایرانه ۱۶۴۰ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې په جبري توګه او خپله خوښه راستانه شول. یاد وزارت وايي، په همدې ورځ ۸۰۵ تنه افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستانه کړل شول. کډوالو وزارت وايي، ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۳ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې او ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۲ تنه دی د تورخم له لارې په جبري توګه راستانه شول.
































