د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د ۳۹۰ میلیونو افغانیو په لګښت يې د دغه ولایت په آقچې ولسوالۍ کې د يو سب سټېشن، د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد او د برېښنا د وېش شبکې چارې پیل کړې دي. مسوولین وايي، د برېښنا د دغه سب سټېشن چارې به تر راتلونکي یوه کاله د ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شي، چې په بشپړېدو سره به یې د اقچې، فیض اباد، خان اقا، مردیان او منجیګګ ولسوالۍ اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي. د جوزجان سیمه ییز مسوولین د دغه سب سټېشن د چارو په پیلېدو سره خوښ دي او وايي، چې د اقچې پنځه ګونو ولسوالیو اوسېدونکو ته د برېښنا په ورکړې سره به د تولیدي کارخونو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
































