د کابل نیوز د راپور له مخې نن سهار د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د ښاغلي امین پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی. د هغه د کورنۍ غړو رسنیو ته دغه خبر تایید کړی دی. دوکتور عبدالباقي امین د قاصد په نامه یو څيړنیز مرکز درلود او تر ډېره یې د سولې مسایل مخ ته وړل. هغه د سولې په پروسه کې دخیل و او په دې اړه یې فعالیتونه ترسره کول. تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم امنیتي ځواکونو په دې تړاو څوک نیولي دي.
































