د سرپرست حکومت اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال مارکس پوتزل سره کتلي. په دې کتنه کې، مارکس پوتزل له افغانانو په ځانګړي ډول په مختلفو ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنو او د افغانستان د ګاونډيو له لوري اخراج شویو کډوالو سره د دې سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې يوازې بشري مرستې کافي نه دي، بلکې په دې هيواد کې بايد اساسي کارونه ترسره شي. په دې کتنه کې اداري مرستیال هيله څرګنده کړې، چې مرستندویه بنسټونه بهرنيو هيوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ مخنيوي لپاره د ټاپي، ټاپ او افغان – ټرانس په څېر لويو پروژو عملي کولو او همداراز کروندګرو ته د نشه يي توکو د بديل کښت لپاره لازمه همکاري وکړي.
































