د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره تنه عادي ژوند ته د راګرځېدو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې د افغانستان برخې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اغېزمنو ته د اړینو مرستو د چمتو کولو لپاره یې ۱۴.۵ میلیون ډالر پهکار دي. د افغانستان په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۳۵۰ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان شول. ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۷زره ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
































