د ترکیې حکومت ویلي، د هغه هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې پتیېلې چې د دغه هېواد بشري مرستې د ایران او ترکمنستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي. د ترکیې د ولسمشر دغه فرمان په رسمي مجله کې خپور شوی دی. په دغه فرمان کې راغلي چې د ترکیې د اوسپنې پټلۍ به د ۲۰۲۴ کال تر پایه ټولې بشري مرستې د ایران او ترکمنستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي. تر دې وړاندې د ترکیې بشري مرستې به د بېلابېلو ځمکنیو او هوایي لارو افغانستان ته لېږدېدلې.
































