د فرانسې ولسمشر پرون وویل، چې د پوځي همکارۍ د نوي تړون پر بنسټ به اوکراین ته مېراژـ۲۰۰ جنګي الوتکې واستوي. د دغه تړون له مخې به فرانسه د روزنیزو کورسونو لپاره اوکرایني پیلوټان او د اورګاډي چلوونکي روزي. ایمانویل مکرون وویل چې په فرانسه کې به ۴۵۰۰ اوکرایني سرتیري هم روزل او د خپل هیواد د دفاع لپاره به سمبال شي. د فرانسې ولسمشر دا نه دي ویلي، چې اوکراین ته به څومره جنګي الوتکې ورکړي، خو دا یې ومنله چې د اوکرایین پیلوټانو لپاره د روزنې کورسونه به له پنځو تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي، چې د دوبي په پای کې پیلیږي. دغه ژمنې فرانسې ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په سفر کې شوې دي.
































