د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د شنبې په ورځ د افغانستان پر مهال سهار څلور بجې د نړۍوال شل اوریز جام په دویېمه لوبه کې له نیوزیلنډ سره مخ کېږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغان لوبډله د ۲۰۲۴ کال په نړۍوال شل اوریز جام کې له یوګانډا، وېسټ انډيز، پيانجي او نیوزیلنډ سره په سي (C) ګروپ کې ده. د نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د امریکا او ویسټ انډیز په کوربهتوب ترسره کیږي.
































