په سمنګان ولایت کې د یو پاسو ډوله موټر د چپه کېدو له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سمنګان د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه موټر چې له کندوز څخه سمنګانو ته پر لاره وو، د خلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې چپه شوی، چې په پایله کې موټر چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دې موټر کې سپاره څلور تنه نور ټپیان شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپیان د خلم ولسوالۍ روغتون کې د لومړنۍ درملنې وروسته د مزار شریف ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
































