د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلییز توپوهونکي رحمن الله ګربز نن په شل اوریز نړیوال جام کې د نیوزیلنډ تر ماتې وروسته وویل، چې دغې بریا ته یې درې کاله انتظار کړی و. ګربز چې په نننۍ لوبه کې یې غوره توپوهنه وکړه او ۸۰ منډې یې جوړې کړې له لوبې وروسته یې له رسنیو سره په خبرو کې وویل «نننۍ بریا ته مو درې کاله انتظار کړی و، مخکې به دوی ګټله خو نن موږ ترې وګټله». نوموړی همداراز نن د ښې توپوهنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
































