د افغانستان په اړه د سیمهییزې تماس ډلې ناسته نن تهران کې پیل شوه. په دغې ناسته کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان استازو ګډون کړی دی. ایران وایي، دا «د افغانستان په اړه د سیمهییزې تماس ډلې» دویمه ناسته ده. اېسنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغې ناستې په پای کې به د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ناستې پایله شریکه کړي. د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، ذاکر جلالي وایي، سرپرست حکومت تهران کې د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې ګډون نه دی کړی. ذاکر جلالي وایي، سرپرست حکومت تمه لري څو د افغانستان په اړه نړۍوالو غونډو کې د نویو میکانیزمونو پر ځای له معمولو میکانیزمونو ګټه واخیستل شي.
































