د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې ۲۰۷ تنه افغان کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول. د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه ۴۰کورنۍ چې ټولټال ۲۰۷ تنه کېږي په جبري توګه د سپین بولدک له لارې له پاکستانه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړۍوال پروګرام دفترونو ته ور وپېژندل شوې. تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۹مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۹۰۴۴۵ ته لوړ شو او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
































