په ننګرهار ولايت کې د سېلاب خيريه بنسټ له لوري د ۱۳۰ جوړو ډله ييز واده ترسره شو. د ياد بنسټ مشر سید احمد سېلاب وايي، په ټولنه کې د ودونو د مراسمو لوړ لګښتونه، ډېر ولور، بې ځایه مصارف او ورته نور ناسم رواجونه لا هم په ټولنه کې شته دي، چې ځوانانو ته يې په ژوند کې لویې ستونزې جوړې کړې. نوموړي وويل، هڅه کوي له دې لارې ناسم رواجونه له منځه يوسي، څو په ټولنه کې د ولور نه اخیستل عام شي. سېلاب همدا راز زياته کړه، په دغه ډله ييز واده کې هرې جوړې ته تر ۲۰۰ قلمه د کور توکي او نور لوازم ورکړل شول. بل پلو د زومانو والدين د داسې ډله ییزو ودونو نه د هرکلي ترڅنګ د ناویانو له کورنۍ غوښته کوي، چې په ودونو کې د ډېرو لګښتونو څخه ډډه وکړي.
































