د اسماري ګروپ په نوم د یوه ایراني شرکت رییس مصطفی ذاکر د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به د هرات لومړۍ رسوبي حوزې د درې بلاکونو په اړه خپل پروپوزل یاد وزارت ته وسپاري. نوموړي زیاته کړې؛ د افغان انجنیرانو د ظرفیت لوړونې او ورسره د ایرني انجنیرانو د تجروبو شریکولو په موخه به یو روزنیز مرکز هم پرانیزي. بلخوا دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، چې سرپرست حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او هڅه کوي، چې ورته هر راز اسانتیاوې برابرې کړي.
































