د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پرون بشپړ شو. د یاد وزارت په وینا؛ د حاجیانو د لېږد وروستۍ الوتنه له کندهار څخه وشوه، چې ۳۴۶ تنه پکې د حج مراسمو اداکولو په موخه جدې هوایي ډګر ته ولېږدول شول. د یادونې وړ ده، چې سږ کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو سهمیه ۳۰زره وه، چې د هېواد له څلور زونونو څخه سعودي عربستان ته ولېږدول شول.
































