کابل ښاروال د ترکیې د «تیکا» موسسې له رییس فاضل آکین اردوغان سره په کتنه کې، د ښار اوسني وضعیت د لا ښه والي او د پرمختیايي پلانونو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي. کابل ښاروالۍ ویلي، په دې کتنه کې کابل ښاروال ویلي چې د افغانستان او ترکیې د ښارونو ترمنځ د دوستۍ اړیکې او په علمي او فني برخو کې د تجربو شریکول به په دوه اړخیزه توګه ترسره شي. د ترکيې د تیکا موسسې رییس هم، د افغانستان او ترکیې د اوږدې دوستۍ په اړه خبرې کړې او ژمنه یې کړې چې د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د نويو هوايي پلونو د ډيزاين او د ښاري آسانتیاوو برابرولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. کابل چې شاوخوا ۷میلیونه نفوس لري د هوایي پلونو جوړول به یې د ګڼې ګوڼې په راکمولو کې مرسته وکړي.
































