د افغانستان او پاکستان په ټرانزیټي لارو کې په لنډمهاله سندونو د سوداګریزو موټرو له تګراتګ څخه د نږدې یوې اونۍ په تېرېدو سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، پر دغو لارو د سوداګریزو توکو د لېږدوونکو لاریو تګراتګ ډېر شوی دی. د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي ویلي، پاکستان به مخکې د لاریو چلوونکو ته ډېری وخت د پاسپورټ او وېزې نه لرلو له کبله د تګ اجازه نه ورکوله، خو اوس د ورځې په سوداګریزو توکو بار تر زرو پورې موټر دواړو هېوادونو ته تګراتګ کوي. الکوزی زیاتوي چې تر اوسه پنځه سلنه افغان موټرچلوونکي د تېرېدو لنډمهالي سندونه ترلاسه کړي او دغه بهیر لا هم دوام لري.
































