د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې په هرات کې نن د ( عالیست افغانیست) ملي نندارتون په دوو جلاجلا برخو کې د ښځو او نارینه وو لپاره پرانیستل شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوال سوداګرۍ رییس محمد زبیر دین پرورد وویل، چې د سرپرست حکومت مشرتابه په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅو بېلابېل نندارتونونه جوړ کړي، چې له دې جملې څخه ۶ یې بهرني دي. نوموړی زیاتوي، چې د کارخونو د حالت د ښه والي لپاره په ورته محصولاتو د ګمرکي تعرفو د لوړولو په ګډون بېلا بېل اقدامات ترسره کړي ترڅو کورنی صنعت وده وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې تراوسه پورې افغانستان څه باندې ۲۷۰ قلمه کورني محصولات صادر کړي، څه باندې ۱۳۵ قلمه تولیداتو په برخه کې ځان بسیایني او ۷۸ قلمه نورو تولیداتو په برخو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
































