دبلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره، شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ریاست مسوولین وایي، چې دغه شبکه د اروپايي اتحادیې په مالي مرسته، د یاد ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په لیک کلي کې جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د مالوماتو له مخې په دې پروژه کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۱۰ سولر تختو نښلول، د ۱۵۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل او د شپږ زره ۲۹۲ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.
































