د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي، چې دا مهال د نړۍ له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري. نورالدین عزیزي هند، چین او پاکستان د افغانستان د سترو سوداګریزو شریکانو په توګه یاد کړي دي. نوموړي ویلي، چې ډاډمن امنیت، له سوداګرو ملاتړ او په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابرول د سوداګرۍ د پراختیا او د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو اصلي لاملونه دي.
































