د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مړه کیږي. په دغه راپور کې راغلي چې دغه مېندې او ماشومان د زیږون پر مهال د هغو ناروغیو له امله مړه کیږي چې د درملنې وړ دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که نړۍواله ټولنه په دغه برخه کې د بشري مرستې اړوند بودجه ځانګړې نه کړي، د هېواد په کچه به د مېندو او ماشومانو د مړینې شمېر نور هم لوړ شي. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د جدي ګواښونو سره د مبارزې لپاره اضافي ۳۵۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. د دغه سازمان د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي دي.
































