لوړو زدهکړو وزارت وايي، چې د دې وزارت علمي مرستیال په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره په لیدنه کې یاد هېواد کې د افغان محصلینو د ستونزو پر حل، افغان محصلینو ته د بورسیو ورکړې او پر دوه اړخیزو علمي اړیکو خبرې کړې دي. د ازبکستان سفیر په دې لیدنه کې افغان زدهکړیالانو ته د ۵۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې افغانستان سره د دوه اړخیزو علمي همکاریو پراختیا ته چمتو دی.
































